اقتصاد

دکرنې او اوبو لګولو وزارت وياند دزعفرانو حاصلات له شپږ ټنو څخه لسو ټنو ته زيات شوي دي .

کابل باختر دسلواغې  نهمه :
دکرنې او اوبو لګولو وزارت وياند پرون په يوه خبري  غونډه کې وويل چې په روان کال کې دزعفرانو حاصلات په بې ساري ډول  له شپږو ټنو څخه لسو ټنو ته لوړشوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکرنې او اوبو لګولو وزارت وياند اکبر رستمي په دې غونډه کې وويل چې دغه وزارت دزعفرانو ددايمي توليددانکشاف دپنځه کلنې ملي طرحې له مخې  په روان کال کې  دزعفرانو دکرکيلې  حاصلات اته ټنه اټکل کړي  و خو له نيکه مرغه  ددغه بوټي دحاصلاتو کچه  له ټاکلي اندازې  څخه دوه ټنه  لوړه شوې  ده او له دې پلوه  دهېواد دزعفرانو  کروندګرو او بزګرانو  اتلس مليونه  ډالره ترلاسه کړل .
  ده  دغه راز زياته کړه چې  په تيرکال کې دزعفرانو دبوټي  دکرکيلې دځمکو ساحه  څه دپاسه ديارلس جريبه وه خو په روان کال کې څه دپاسه پنځه ويشتو زرو نهه سوه  جريبو ته  پراخه شوې ده .
ده دکرنيزو چارو سالم مديريت ،  دبزګرانو روزنه ، دزعفرانو دتوليد د مرکزونو جوړول او سمبالښت ، دکيفيت  د کنترول له معياري ازمايښتونو څخه ګته اخستنه ، دڅيړنيزو پروژوپلې کول ، دهېواد په کورنيو  او بهرنيو نندارتونونوکې دزعفرانو دتوليد، دخصوصي شرکتونو شتون ، دخصوصي برخې دپاملرنې جلبول او ددغه وزارت ځينې نور فعاليتونه ددغه بوټې  دکرکيلې او دحاصلاتو  د زياتوالي  علتونه وبلل .
درستمي دڅرګندونو له مخې،   دکرنې او اوبو لګولو وزارت دروان کال  په بهير کې  دوه زره پنځه سوه تنو بزګرانو ته هم په دايمي  ډول عايداتي کاري زمينې برابرې کړي دي .
  ختم_   ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته