سیاست

دافغانستان لپاره دامريکا نوي سفير په دغه هېواد کې دحالت په بدلون باندې ټينګاروکړ

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٦  نيټه  :
دافغانستان لپاره دامريکا نوې سفير وايي چې دافغانستان په وړاندې دپاکستان چلند دزغم وړ نه دى.
دغه جګپوړي امريکايي ديپلومات  څرګنده کړې ده چې پاکستان دافغانستان ددولت  له وسله والو مخالفانوسره دملاتړ له لارې  ددغه هېواد لپاره دسترو چلنجونو دپيداکولو سرچينه ده  اوبايد  حالت بدلون ومومي او  دسفير په توګه به ددغه  حالت تائيد بدل کړي.
امريکايي رسنيو ويلي دي په کابل کې دامريکا دسفارت لپاره ددونالدترامپ استازي جانبس ويلي دي   چې دپاکستان  له ملاتړ او همکارۍ پرته به واشنګټن په افغانستان کې بريالى نه شي .
دجانبس دڅرګندونوله مخې؛ اسلام اباد دافغانستان ددولت وسله والو مخالفانو ته  په پناه ورکولو  او ملاتړ سره ددغه هېواد لپاره دسترو ستونزو دپيداکولو  سرچينه  د ه .
جانبس چې دامريکا دسنا مجلس  دبهرنيو اړيکو  دکميټې په وړاندې  خبرې
کولې  زياته کړه  ؛چې په افغانستان کې دماموريت لپاره دسنا دتائيد داخيستلو په صورت کې به دغه حالت بدل کړي .
ده وويل هلې ځلې به وکړي  چې دپاکستان ددولت چلند بدل کړي او څرګنده يې کړه چې څه ډول به ددغې ستونزې لپاره ډيره ښه لاره پيدا کړي.
بس څرګنده کړه   جوته ده چې پاکستان په افغانستان کې کليدي رول لري .
دوى دافغانستان ددولت وسله والو مخالفانو ته دخوندي پټنځي په برابرولو سره  ، ستر چلنجونه پيدا کړي دي.
دغه امريکايي ديپلومات ويلي دي  که چيرې دپاکستان اودسيمې دنورو هېوادونو همکاري اوملاتړ شتون ونلري  ،. امريکا به په افغانستان کې بريالۍ نه شي .
په کابل کې دامريکا دسفارت دلارښوونې لپاره  د ترامپ استازي دوام ورکړ:
فکر کوم يو له هغو څيزونو څخه چې دافغانستان په پيچلي حالت کې  زموږ په ګټه دي ، دا دي چې  په کلي توګه ټول  دافغانستان لپاره دهغه څه غوښتوونکي دي چې موږ يې ليوالتيا لرو.
ده زياته کړه چې  دا دهيچا په ګټه نه ده  چې افغانستان دې  دتروريستي اوبنسټپالو  ډلو پټنځي وي .
بس  دخپلو خبرو په دوام څرګنده کړه بايد ډاډ ترلاسه کړو چې دافغانستان په باره کې دسيمې دټولو هيوادونو ترمنځ ګډ نظر شته او دا چې څه ډول کولاى شو  په دې باب نتيجې ته ورسيږو په ټولو پورې  اړه لري .
ديادونې وړ ده چې دامريکا دسفير وروستۍ څرګندونې دا پيغام ورکوي چې  امريکا  دپوځي  انتخاب ترڅنګ دافغانستان دشخړې دحل کولولپاره سياسي انتخابونه په پام کې لري.
سره له دې چې  سفيرجانبس  دپاکستان دسياست او چلند په نسبت  له نيوکې  ډک او څرګند نظر لري   خودا ټکى په ډاګه  کوي چې امريکا ددغې ستونزې دمنطقي او دايمي حل لپاره  دسيمې له هېوادونو سره  همکارۍ ته چمتو ده   او پاکستان  دچلند په بدلون سره کولاى شي  دافغانستان په قضيه کې  دامريکا  همکار وي .
ديادونې وړ ده چې دامريکلا جمهوررئيس دافغانستان په وړاندې په خپل ستراتژيکي پروګرام کې دپوځي انتخابونو ترڅنګ  په سياسي انتخابونو هم  ټينګارکوي.
سره له دې چې  دافغانستان په وړاندې دلويديځو هېوادونو روسيې ، پاکستان او دعربي هېوادونو تر ځمکې لاندې پروګرام په باب  زياتې خبرې کيږي  اوپه دغو ټولو هېوادونو په افغانستان کې دنيابتي  جګړې  تور لګول شوى دى  خو دامريکايي ديپلومات  جانبس وروستۍ څرګندونې ښيي چې امريکا په افغانستان کې له نورو هېوادونو سره دسيالۍ په لټه کې نه ده .
پاى ف   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته