امنیت

د کورنيو چارو وزارت په غورکې د يوې نجلۍ سنګسارول وغندل

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٣
د کورنيو چارو وزارت په هغې اعلاميه کې چې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي: د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د وسله والو طالبانو له خوا په غور ولايت کې د يوې ١٩ نجلۍ د سنګسارولو ټکان ورکوونکې پيښه په ډيرو سختو الفاظو سره غندي او هغه يو غير انساني او د ټولو انساني ارزښتونو او کرامت او د بشري حقوقو د موازينو پرخلاف عمل بولي.
د غور ولايت د پوليسو د رپوټ له مخې: څو ورځې مخکې د وسله والو طالبانو د ډلې افرادو په غلمين سيمه کې چې د دغه ولايت په مرکز پورې يوه لرې پرته اړونده سيمه ده؛ يوه ١٩ کلنه نجلۍ له کور څخه د په اصطلاح تيښتې په تور سنګساره کړه . طالبانو په خپل دغه عمل سره يوځل بيا له خپلې کرغيړنې او وحشتناکې څيړې څخه پرده پورته کړه .
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي د غور ولايت پوليسو ته لارښونه کړې ده چې ډير ژر دې د دغې پيښې د عاملينو په نيولو اقدام وکړي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته