فرهنګ

حسينه صافۍ: په خپرونوکې بايد افغاني دودونه، فرهنګي ارزښتونه او د سولې او ملي وحدت پيغامونه په پام کې ونيول شي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٨نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او نوماندې حسينه صافۍ نن د باختر آژانس له مشرتابه هيئت سره په کتنه کې د هغوى غوښتنې او ستونزې واوريدې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د باختر آژانس رئيس خليل مينوي د دغې ادارې د مشرتابه هيئت په استازيتوب خبرې وکړې او د باختر آژانس د برياليتوبونو او کارونو او د هغه د کار په وړاندې د موجودو ستونزو او چلنجونو په باب معلومات ورکړل.
ده څرګنده کړه: باختر آژانس هره ورځ  ١٥٠  کورني او بهرني خبرونه  او رپوټونه په دري، پښتو او انګليسي ژبو د خپل ويب سايټ او فيسبوک له لارې او دغه راز  خبرونه، رپوټونه او مرکې په دري، پښتو او انګليسي ژبو د ملي راډيو ټلويزيون او د انيس، هېواد، اصلاح او د کابل ټايمز د ورځپاڼو له لارې د مينه والو په وا ک ورکوي.
د باختر آژانس رئيس د دغې ادارې د برياليتوبونو په تېره بيا د خبر د خونې د  جوړولو او په کاري چاروکې له نوې تکنالوجۍ څخه په استفادې د اسانتياوو د برابرولو په باب معلومات ورکړل او دغه راز يې په تشکيل کې د کمښت او ستونزو، د ترانسپورتي وسايطو او د خبريالۍ د وسايلو د کمښت له پلوه د دغې ادارې او د اړوندو برخو د کار په وړاندې يو لړ پرتې ستونزې هم بيان کړې .
دغه راز د باختر آژانس رئيس د دغې ادارې د خبرونو د آرشيف او د عکاسۍ د آرشيف د ديجيتل کولو په برخه کې چې تاريخي لرغونتيا لري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د باختر آژانس د ستونزو د څيړنې په  خاطر د خپلې پاملرنې ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د څيړنو له نتيجو وروسته چې د دغه وزارت له ټولو اړوندو ادارو څخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون په همکارۍ ترسره کيږي، د لومړيتوبونو له په پام کې نيولو سره به د ستونزو د لرې کولو په مقصد عملي اقدامات ترسره شي .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او نوماندې حسينه صافۍ ټينګار وکړ چې په خپرونوکې بايد افغاني دودونه، فرهنګي ارزښتونه او د سولې او ملي وحدت پيغامونه په پام کې ونيول شي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته