امنیت

د يوقومي مشر په کور دناپيژاندو وسله والو بريد.

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٦  :
ناپيژاندو وسله والو  کسانو دهرات ولايت ديوه قومي مشر په کور يرغل وکړ    او هغه يې وسوځاوه .
پرون ناوخته يرغلګرو په اسلام قلعه کې  دهفت بلا قوم دمشر حاجي عبدالله  هفت بلا په کور يرغل وکړ .يرغلګرو په دغو کور له بريد وروسته هغه وسوځاوه
ويل کيږي دبريد په وخت کې  څوک په کور کې نه و.
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ يوه مقام  باخترآژانس ته وويل  چې يرغلګرو  ددغه قومي مشر دکور له سوځولو وروسته تښتيدلي دي اودهغوى دپيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته