-کابل / ددوږي لومړي /باختر:
څلور وسله وال طالبان په زابل کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار په شا جوي ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والو طالبانو د سپرلۍ پرکاروان بريدوکړ .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل دغه وسله وال طالبان دشاجوي ولسوالۍ بازار ته څېرمه په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې پرې بريد وشو.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ