امنیت

په هرات ولايت کې په سلګونو غيرقانوني ليږدونکي وسايط راټول کړاى شول

کابل باختر د وږي  يوولسمه :
دهرات دترافيکو منسوبينو په څو تيرو ورځوکې په هرات ښارکې په سلګونو بې لمبر پليټه او بې جوازسير موټرونه او موټرسايکلونه راټول کړي دي .
دهرات ولايت د ترافيکو دمديريت سرپرست حبيب الرحمن مايار باخترآژانس ته وويل: دترافيکو د مديريت منسوبينو په تيرو دريو ورځوکې څه دپاسه يو زرو دوه سوه بې سنده او د تورو ښيښو لرونکي موټرسايکلونه او موټرونه راټول کړي دي.
په همدې حال کې دهرات ولايت يو شمېر اوسيدونکو دبې پليټه موټرسايکلونه د راټولولو له امله خوښي څرګنده کړه او ددغه ولايت دترافيکو له مسوولينو څخه وغوښتل  چې په دې برخه کې دې زياتې هلې ځلې وکړي.
دغه کسان په دې باور دي چې د بې سندو موټرونو اوموټرسايکلونو په راټولولو سره  به په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې به تر يوې اندازې پورې کمې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته