ټولنه

په زابل کې د ادراې او حسابدارۍ انستېتېوت ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

قلات باختر د تلې ۲۱ مه
د زابل ولایت په قلات ښارکې د شاوخوا دولسو مېلیونو افغانیو په لګښت د ادارې او حسابدارۍ انستېتېوت ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې چې ١٦ درسي خونې او نور ضروري ملحقات هم په کې شامل دي.
د زابل والي رحمت الله یارمل د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د دغې  ودانۍ په جوړېدو سره به د ادارې او حسابدارۍ انستېتېوت د محصلانو ډېرې ستونزې اوارې شي.
د مېلیونونو ډالرو په مرستې سره سره لا هم په زابل ولایت کې زیات شمېر ښوونځي او د نیمه لوړو زده کړو ادارې ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې د کرایې په کورونو کې زده کړې کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته