امنیت

دفراه – فراه رود په لويه لارکې څلور ماينونه کشف او شنډ شول.

کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
څلور ماينونه نن دفراه – فراه رود په لويه لاره کې دافغان ځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شول.
دهيواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ : طالبانو دغه ماينونه دفراه – فراه رود دلويې لارې په اوږدو کې د فراه ښارته څيرمه ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې دملکي خلکو دوژلو او دافغان پوځيانو پر کاروان دبريد سبب شي ،خو موخې ته له رسيدو مخکې دسيمې دخلکو له خوا او د پوليسو په همکارۍ کشف او شنډ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته