خبرونهاقتصادفرهنګ

باميانو ته ۲۰ بهرنيو سیلانيانو سفر کړی دی

 کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

د افغانستان باميانو ولايت ته د تاريخي او طبيعي ځايونو د ليدو په موخه د البانيا هېواد ۲۰ سیلانيانو سفر کړی دی.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي صفي الله رائد وویل چې دغه سیلانیان د البانیا هېواد دي چې د یاد ولایت له بودا او غلغله ښارګوټي څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي همدرانګه بهرنيو سیلانيانو ته د امنيت او همکارۍ ډاډ ورکړ.

په همدې حال کې يو له دغو سيلانيانو څخه جان آلوني وايي، چې له کلونو راهيسې يې باميانو ته د تګ آرمان درلود او خوښي ښيي چې دغه ولایت ته یې سفر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د امنیت په تامین سره د بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې په بې ساري کچه زیاتوالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته