اسلام اباد باختر د لړم دريمه :
د پاکستان اردو اعلام وکړ چې د کشمير په يوه سرحدي سيمه کې د هندي ځواکونو د ډزو له امله څه ناڅه دوه تنه پاکستاني ملکي وګړي ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
په وروستۍ اوونۍ کې د کشمير په سيمه کې د پاکستان او هند سرحد د دواړو سرحدي ځواکونو ترمنځ د اوربند د پرله پسې سرغړونې او د مقابلو ډزو ډګر دى او تر اوسه پورې په دغو نا اراميوکې يوشمېر پوځيان او ملکي وګړي وژل شوي دي .
د تيرې جمعې په ورځ هند وويل چې د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو اووه تنه پاکستاني ځواکونه او يو ملکي وګړى وژلي دي، خو پاکستان دغه ادعا ردکړه.
تېره اوونۍ د کشمير د سرحدي کنترول په سيمه کې سرحدي نښتې د پاکستان د يو ملکي وګړى د وژلو سبب شوې او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم په دغه اقدم د اعتراض لپاره په اسلام آبادکې د هند سفير ور وغوښت .
د ٢٠٠٣ کال د نوامبر په مياشت کې هند او پاکستان د کشمير په پولوکې د اوربندتړون لاسليک کړ، خو له هغه وخته تر اوسه پورې دغه تړون څو ځلې مات شوى او په عمل کې يې دومره ګټه نه ده کړې.
1 1 دقیقه لوستل