امنیت

پنځه داعشيان په کونړ کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ دويمه :
دکونړ سيمه ييز مسوولان وايي دکونړ په نور ګل ولسوالۍ کې دهېواد د پوځيانو په پرونيو عملياتو کې دداعش دډلې پنځه قوماندانان ووژل شول .
دکونړ والي عبدالستار ميرزکوال دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي امنيت دپوځي قطعاتو او نړيوالو ځواکونو په ګډون. دمزار درې په سيمه کې ترسره شول.
هغه وويل چې ددغو قوماندانانوپه وژل کېدو سربېره څوارلس داعشيان نيول شوي او يوه اندازه جنګي وسايل دپوځيانو لاس ته ورغلي دي.
هغه زياته کړه چې په نيول شويو کسانو کې دوه بهرني اتباع لېدل کېږي .
دهغه دڅرګندونوله مخې، اوس په چپه دره او ماڼوګۍ  کې  دطالبانو او داعشيانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته