نړۍ

پوتين د اوکراين له پولې څخه دځواکونو وتل اعلام کړل .

مسکو  باختر د ثور لسمه :

  دروسيې له جمهور رييس ولاديمر پوتين څخه دامريکا دجمهور رييس بارک اوباما له غوښتنې وروسته مسکو د اوکراين  له پولې  څخه دخپلو پوځيانو دايستلو خبر ورکړى دى .  دروسيې ددفاع دوزير سرګي شويګو  دڅرګندونو له مخې دغو پوځيانو په نظامي تمرينونوکې ګډون کړي و او اوس خپلو قرارګاوو ته ستانه شوي دي .

 داوکراين دانتقالي حکومت دڅرګندونو له مخې روسي قطعات دروانې مياشتې په منځنيو وختو کې د اوکراين پولې ته تر يو کيلومترو پورې نږدې شوي وو .

دروسيې ددفاع وزارت په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويل شوي دي له هغه وروسته چې اوکرايني ادارو وويل په پام کې لري چې دبي وسلې ملکي خلکو پرخلاف منظم پوځي قطعات  وکاروي دروسيې  داردو قطعات دتل لپاره خپلو قرارګاوو ته ستانه شوي دي .

 دامريکا ددفاع وزارت دخبر له مخې سرګي شويګو د تيلفون له لارې يوځل بيا ډاډ ورکړى دى چې روسي ځواکونه به اوکراين ته داخل نه شي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته