۱۰۰ ورځې

په سلوکې نوي رايپاڼې څيړلې شوې دي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى وايي چې د رايپاڼو د پلټنې بهير په سلو کې نوي بشپړ شوى او دغه بهير په وروستى کارى پړاوکې دى.

د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمدنور نن په يوه خبري غونډه کې د رايپاڼو د پلټنې د بهير په اړوند د وروستيو پرمختياوو په باب معلومات ورکړل.
ده وويل: پرون د رايپاڼو اته سوه پنځوس (٨٥٠ ) صندوقونه وڅيړل شول او په دې ډول د څيړل شويو رايپاڼو د صندوقونو شمېر دوه زره پنځو سو(٢٠٥٠ )  ته ورسيد او په دې ترتيب په سلوکې نوي رايپاڼې پلټلې شوې دي .
نور هيله وکړه چې د رايپاڼو د پلټنې بهير ډير ژر پاى ته ورسيږي او د انتخاباتو د وروستيو نتيجو د اعلام لپاره لاره آواره شي.
د يادونې و ده چې د رايپاڼو د پلټنې بهير د ملي او نړيوالوکتوونکو او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د کارکوونکو په ګډون د جمهوري رياست د دواړو نوماندانو د انتخاباتي مرکزونو له کتوونکو پرته پرمخ ځي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته