ټولنه

په قندهارکې څه دپاسه زرو کورنيو ته د اوبو د برابرولو لپاره هڅې

کابل/ د وري ٢مه/ باختر په قندهارکې څه دپاسه زرو کورنيو ته د روغتيايي اوبو د برابرولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي. ټاکل شوې ده د قندهار ښار په يوه سيمه کې د اوبو رسولو د يوې سترې شبکې په جوړولو سره دغو کورنيو ته د څښاک روغتيايي اوبه برابره شي. دغه شبکه يو زرو ٥٠٠ متره اوږدوالى لري او له دوو زېرمو څخه اوبه خلکو ته رسوي. د قندهار والي حيات الله حيات وايي چې د اوبو رسولو د دغې شبکې جوړول به ١٣ ميليونه او ٣٠٠ زره افغانۍ لګښت ولري او تر شپږو مياشتو پورې به يې کار بشپړ شي. د قندهار والي وايي چې د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړېدو سره به د ښار يو زرو ٤٣ کورنۍ روغتيايي اوبو ته لاسرسي پيدا کړي. په همدې حال کې د قندهار خلک د دغې شبکې د جوړولو هرکلى کوي. ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته