کابل باختر دثور دمياشتې ٢٨ :
د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښارکې نن د ماين د چاودنې له امله د پوليسو يو سرتيرى شهيدشو.
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ دباختر آژانس خبريال ته وويل: د پوليسو دغه سرتيرى هغه وخت د زرنج _ دلارام په لويه لاره کې شهيد شو چې د ده د سپرلۍ زرنجر موټر په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
ديوبل خبرله مخې:
دزرنج ښار په دريمه ناحيه کې په يوه بله پيښه کې ناپيژاندو وسله والوکسانو په يوه تعويذ ليکونکي ډزې وکړې او ويې واژه.
ښايي د دغه تعويذ ليکوونکي وژنه په شخصي انګيزې سره شوې وي.
دغه پيښې په داسې حال کې رامنځته کيږي چې پرون هم يو پوليس د ناپيژاندو وسله والو کسانوله خوا په زرنج ښارکې شهيدکړى شو.
0 1 دقیقه لوستل