امنیت

جمهور رئیس غني د ملي امنیت شورا غونډې په جریان کې له جنرال راحیل شریف سره خبرې وکړې

-کابل باختر د وږي څلورمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دملي امنیت شورا فوق العاده غونډې پرافغانستان امریکایي پوهنتون د تيرې شپې تروریستي برید جزئیات نن سهار په جمهوري ریاست ارګ کې وارزول.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د تازه معلوماتو په اساس یو استاد، اوه تنه محصلین، د پوهنتون دوه تنه امنیتي ساتونکي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو درې منسوبین شهیدان او ۹ پولیس او ۳۶ تنه محصلین او د پوهنتون کارکوونکي ټپیان شوي دي.
غونډې پرېکړه وکړه، چې له ټولو امکاناتو دې د شهیدانوله کورنیو سره د مرستې او ټپیانو ته د رسیدګۍ په خاطر ګټه واخیستل شي او د پوهنتون د احیا او سملاسي بیا رغاونې په خاطر دې امکانات برابر شي.
د اسنادو ارزونه او د ملي امنیت عمومي ریاست موثقې موندنې ښیي چې برید د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې سازمان دهي او مدیریت کېده. د پېښې او ترلاسه شویو شواهدو لا زیاته څېړنه  روانه ده.
محمد اشرف غني په داسې حال کې چې د ملي امنیت شورا غړو هم حضور درلود، د پاکستان د وسله وال پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره ټلیفوني خبرې وکړې او د هغو تروریستانو پر ضد یې د جدي او عملي اقداماتو غوښتنه وکړه، چې دا برید یې سازماندهي کاوه. جنرال شریف ژمنه وکړه، چې د موضوع له ارزونې وروسته به د افغانستان لوري ته د اقداماتو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.
دملي امنیت شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو، اتلولۍ او حوصله مندۍ څخه د مننې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به د دې برید د عاملینو د تعقیب او د قانون منګولو ته د سپارلو په خاطر له ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته