روغتیا

له کرونا ويروس سره په مبارزه کې دروغتيايي خدمتونودوړاندې کولو د تطبيقوونکو موسسو پروګرامونه وڅېړل شو .

کابل / دثور ١٥مه /باختر :
دعامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دتطبيقوونکو موسسوله يوشمېر مسوولينو سره په غونډه کې  له کرونا ويروس سره دمبارزې په اړوند ددوى پروګرامونه وڅېړل .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دعامې روغتيا وزير په دې غونډه کې   له کرونا ويروس سره دمبارزې په لاره کې په سرپل  ، جوزجان ، دايکنډي ، ميدان وردګو ، بادغيس ، بلخ ، سمنګانو،لوګر ،بدخشان ، اودباميانو په ولايتونوکې د روغتيايي خدمتونو دوړاندې کوونکو موسسو دمسوولينو طرحې وڅيړلې .
دعامې روغتيا وزير دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دتطبيقوونکو موسسو  له خوا دوړاندې شويو طرحو له څېړنې وروسته  اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه  چې هغه موسسې چې په دغو ولايتونوکې  له کرونا ويروس سره  دمبارزې په لاره کې  دښو خدمتونو  دوړاندې کولو ظرفيتونه  او ځواکمني لري  وپېژني  او وروسته  هغه اجراات چې په پام کې دي  ترسره شي .
ټاکل شوې ده دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو هغه تطبيقوونکي موسسې  چې دکرونا ويروس  سره  دمبارزې په لاره کې  ددوى طرحې  له څېړنې وروسته تاييد شي  دنړيوال بانک له خوا  تمويل شي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته