ټولنه

د دانګام بې ځايه شوي کسان سملاسي مرستو ته اړتيا لري

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
دکونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ له ٤٠٠ بې ځايه شويوکورنيو سره په تيرو څلور ورځوکې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.
دغه مرستې د سرې مياشتې د عالي ټولنې، د کليو د بياجوړولو او پراختيا د ادارې ، د بيړنيو حالاتو د کميټې ، د مهاجرينو د راستنولو د چارو د ادارې او د يو شمېر ملي سوداګرو له خوا ترسره شوې دي .
له کونړ ولايت څخه د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دانګام ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله ٦٠٠ کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوې او د اسمار او شيګل په ولسواليو او په اسعد آباد ښارکې ځاى پرځاى شوې دي.
ويل کيږي دغو ادارو او د حبيب ګلزار شرکت تراوسه پورې له ٤٠٠ کورنيو سره چې د موظفو کميسيونونو له خوا سروې شوې دي؛ د اوړو، غوړيو، لوبيا، جايو ، خيمو، شړيو او د ژمنيو جامو په ګډون د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته کړې ده او دغه بهير نورو بې ځايه شويو کسانو ته هم دوام لري.
د دانګام ولسوالۍ يو بې ځايه شوى محمد داوود وايي: ((دغه مرستې چې په دغه ژمې کې شوې دي؛ ډيرې کمې دي. له اتو ماشومانو سره په يوه خيمه کې ژوندکول موږ ته زياتې ستونزې پيداکړې دي. زما ماشومان ناروغ دي؛ د هغوى د درملنې لپاره پيسې هم نه لرم.))
دى د دولت له مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې ډير ژر دې د دوى ستونزې وڅيړي؛ له دې پرته به انساني ناتار رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د دانګام عمليات له ځنډ پرته دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته