سیاست

دافغانستان خلکو نوي جمهور رييس ته مبارکي وويله .

کابل باختر  د تلي اوومه :
دافغانستان  دجمهور رييس په توګه  د ډاکتر اشرف غني احمدزي  دوفادارۍ دلوړې  دمراسمو له پرځاى کيدو سره سم  دهيواد له ګوټ ګوټ څخه  سيمه ئيزو مسوولينو اوخلکو  ده ته مبارکي وويله .
په هغو پيغامونوکې چې  دهيواد دولايتونو دواليانو او دنورو  ملکي او نظامي  سيمه ئيزو مسوولينو  ،  دمدني ټولنې  دبنـسټونو او دهيواد له ګوټ ګوټ څخه دعالمانو دشوراګانو له خوا  باختراژانس ته رسيدلي دي  دنوي  جمهور رييس دکار پيل  دافغانستان  دښې راتلوونکې لپاره يوه نوې پاڼې بلل شوې ده .
پيغام ليږونکو جمهور رييس ته دمبارکي دويلو تر څنګ  هيله کړې ده  چې افغانستان  دجمهور رييس  ډاکتر اشرف غني احمدزي  او دحکومت  د اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډ کار سره وکولي شي  زيات ثبات  او امنيت ته ورسيږي .
  په دغو پيغامونوکې  ددواړو ډاکترانو دزغم او حوصلې او دملي وحدت دحکومت د جوړولو پرسر  ددوى دسياسي موافقې  ستاينه شوې ده  او له دوى څخه غوښتل شوي دي  چې په دقيقو  پروګرامونوسره دې  په هيواد کې بې وزلي  ، بدامني  او ټولنيز بحران  پاى ته ورسوي .
  داپه داسې حال کې ده چې ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله نن  دجمهور رييس او دحکومت داجرائيه رييس په توګه  دوفاداري لوړه  وکړه .
له همدې امله  سبا به  دافغانستان  دډيرو جګپوړو مقاماتو په توګه  ددغو دوو تنو  ډاکترانو لومړى  کارى ورځ وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته