کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى وايي د تيرې شپې په دولسو بجو
په ولايتي دفترونو کې د انتخاباتي شکايتونو د څيړنې وروستۍ موده پاى ته ورسيده .
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى نادر محسني د باخترآژانس خبريال ته وويل : د جمهوري رياست د نوماندانو مرکزونه کولاى شي له اعلام شوې مودې څخه ٧٢ ساعته وروسته دثبت شويو شکايتونو په باب خپلې دفاعې دغه کميسيون ته وسپاري .
محسني زياته کړه د استيناف غوښتنې د دورې په پاى ته رسيدو سره دولايتي کميسيونونو دپريکړو په نسبت هيڅ راز اعتراض نه شي کيداى .
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون د څرګندونوله مخې : د ولايتي کميسيونونو
پريکړې وروستۍ او د بدلون وړ نه دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ