کابل باختر دليندۍ لومړي نيټه
يپه ختيځ کې د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون له لوري د لغمان ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست په همکارۍ په لغمان کې د ماشومانو نړيواله ورځ ولمانځل شوه.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوى دى.
دغه غونډه چې د کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو په رياست کې جوړه شوې وه د لغمان د والي په ګډون سربيره په ختيځ زون کې د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون رييسې او غړو، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس، د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس، د ښځود چارو رييسې، يو شمېر نورو چارواکو او په لسګونو ماشومانو برخه اخستې وه.
په پيل کې د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون رييسې صبرينه حميدي د ماشومانو په حقوقو، د ماشومانو په نړيوالو کنوانسنيونو او يو شمېر نورو برخو په اړه معلومات وړاندې کړل، ده د ماشومانو د ژوند د ښه والي او په دې برخه کې د ښکېلو ادارو پاملرنه مهمه ياده کړه او له دوی څخه يې وغوښتل چې د ماشومانو ژوند او روزنې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د خپلې وينا په ترڅ کې ماشومانو ته د دغې ورځې مبارکي وويله.
ده د جنګ له ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې افغان ماشومان په جنګونو کې ښکېل نه کړي او دوی دې له جګړو څخه لرې وساتي.
ده د ماشومانو د روزنې او د دوی د ژوند د بهبود په موخه د اړوندو ادارو او د افغان ماشومانو د ښې روزنې په موخه د نړيوالو موسسو د زياتې پاملرنې هيله وکړه.
په پای کې د ښځو چارو رييسې نسيمه شفيق سادات بيا پر ماشومانو شاقه کارونه او په دوی جبري ودونه هغه پديده ياده کړه چې د ماشومانو د ژوند او روزنې پروړاندې لوی خنډونه رامنځ ته کوي چې دا عمل د دوی د ذهن د کمزورتيا سبب ګرځي.
د نومبرشلمه د ماشومانو نړيواله ورځ ده، دا په داسې حال کې په ټوله نړۍ په ځانګړي ډول په افغانستان کې نمانځل کېږي چې د افغان ماشومانو ډيری برخه له شاقه کارونو، جبري ودونو، اقتصادي ستونزو، زده کړې ته نه لاسرسی او له يو شمېر نورو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
0 1 دقیقه لوستل