ورزش

دهرات ولايت دشپاړلس کلنو تنکيو ځوانانو دفوټبال سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر د سلواغې پنځمه :
دهرات دشپاړلس  کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ نن په دريو لوبو سره دوام مومي .   دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول  نجيب الله  نوروزي  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دپيروزي ټيم دارش له ټيم سره دانصاري ټيم دجامي له ټيم سره او دنوايي  ټيم داماني له ټيم سره لوبې کوي .
په هرات کې شپاړلس کلنو تنکيو ځوانانو دفوټبال سيالۍ له يوې اوونۍ راپديخوا د درې ويشتو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي اوپه پرونيو لوبو کې د پامير ، سرخ پوشانو ، داستقلال ټيمونو پرخپلو سيالانو بريالي شول .
ديوبل خبرله مخې ، دهرات دفوټبال دستيندو پړاو سيالۍ نن  په يوړې  لوبې سره  دوام مومي .
دنوروزي دڅرګندونوله مخې  په دې پړاو کې داتفاق او دپيمان ټيمونه لوبه کوي .
دنوروزي دڅرګندونوله مخې دهرات دفوټبال دغوره ليګ دستنيدو پړاوسيالۍ داتو ټيمونو په ګډون پيل شوې  دي چې په اوونۍ کې څلور ورځې دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته