ټولنه

د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنۍ پیغام

کابل باختر د لړم اته ويشتمه
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسیدونکی، د هیواد تکړه مبارز، مجاهد شخصیت او د حزب اسلامی افغانستان د اجراییه شورا پخوانی غړی الحاج څارنوال محمد انور ناصر د ور پېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انا لله وانا اليه راجعون
اروا ښاد څارنوال محمد انور ناصر د اسلامی نهضت د لومړي صف له مبارزینو څخه و چې د اسلامي ارزښتونو په دفاع کې يې نه هېرېدونکي کارنامې ترسره کړې چې د افغانستان د مقدس جهاد په تاريخ کې ځانګړی ځای لري.
خدای بښلی څارنوال محمد انور ناصر د جهاد په سپڅلې دوره کې دفرهنګي مبارزې ترڅنګ د کابل ولایت د مرکزې حوزې نظامي مسؤلیت په غاړه درلود چې خپله دنده ېې په پوره ایماندارۍ ترسره کړه .
ټولو مجاهدینو په ځانګړې توګه د میدان وردګو ولایت مجاهد ولس د ارواښاد کورنۍ اوخپلوانو ته د خواخوږۍ اوډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم ارواښاد ته له الله تعالې څخه د فردوس جنت هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته