امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوسلو درې ډيپوګانې کشف شول .

کابل باختر د وري  يو ويشتمه :
اته تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
  په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه په برګ مټال ولسوالۍ کې بريد وشو . دهېواد په ختيځ کې دسرحدي  پوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل :په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په دغو يرغلګرو کله يې چې غوښتل  جنګي وسايل ډار اچوونکو ته وليږدوي دپوځيانو له خوا بريد وشو .
  ويل کيږي په دې پيښه کې سرتيرو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په نورستان کې پوځيانو دوسله والو طالبانو دوسلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
امنيتي ځواکونو نن سهار دپارون ښار ته څيرمه او ډيورند کرښې ته څيرمه په کامديش  ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو درې ډيپوګانې کشف کړي دي
  دنورستان ولايت يو پوځي مقام وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونو وسلې او يوه اندازه  چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته