لښکرګاه باختر د غبرګولي د مياشتې ۹ مه
د هلمند ولايت په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو د نښتو له امله د لسو تنو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو تر څنګ ګڼ شمېر سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوي دي.
د هلمند دوالي وياند عمر ځواک باختر اژانس ته وویل چې ملي اردو په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر پټنځايونو حملې کړی چې له امله يې لس تنه مخالفين وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې يې هم له منځه تللي دي.
د ځواک د څرګندونو له مخې ،په دغو نښتو کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د سر زيان نه دی اوښتی.
0 د یوې دقیقې څخه لږ