ټولنه

په هلمند کې د لیليې د رغولو چارې پیل شوې

لښکر ګاه باختر د چنګاښ ۲۶ مه
د هلمند ولایت په لښکرګاه ښارکې د څه د  پاسه ۶۲ مېلیونو افغانیو په لګښت د یوې ليلیې د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د باختر اژانس د  سیمه یېز خبریال د خبر له مخې:
دغه لیلیه چې په څلور پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، په یوه وخت کې د ۲۸۴ تنو د ځایولو ظرفیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت  کې لا هم ۲۷۴ ښوونځي ودانۍ نه لري، خو د پوهنې ریاست د مسوولینو  په وینا  په دې  وروستیو کې په دې توانیدلي دي چې د سلو ښوونځیو د ودانیو لپاره ځمکې په ګوته او د لېږد چارې یې بشپړې کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته