امنیت

يو غل ووژل شو او دوه تنه نور غله ونيول شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
په سمنګانو ولايت کې دوسله والو غلو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې يو غل ووژل شو او دوه تنه نور غله ونيول شول.
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال اسلام الدين باختر آژانس ته وويل : دامنيتي ځواکونو او ديوې ډلې غلو ترمنځ تيره شپه د ايبکو ښار د رباطک په کلي کې دجګړې له امله يو غل ووژل شو او دوه تنه نور غله دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
اسلام الدين زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه دوه کلاشينکوفونه او درې لاسي بمونه دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
داپه داسې حال کې ده چې پرون هم دسمنګانو ولايت پوليسو له اوو ډول ډول وسلو سره ديوتن دنيولو خبر ورکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته