سیاست

د خواشینۍ پېغام

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢مه
د کابل ښار د خونړۍ موټر بم چاودنې په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمد خان د خواشینۍ پېغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړچې د خلکو دښمنانو د کابل ښار د دریمې حوزې د کاریز په سیمه کې د کانونو وزارت د مامورینو د سپرلۍ په موټر بمي چاودنه کړې چې ګڼ شمېرهېوادوالو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
د کابل ښار نننی برید دا په ډاګه کوي چې قسم خوړلی دښمن د اسلامي، افغاني او بشري ازرښتونو خلاف د خلکو په ګڼه ګوڼه کې بریدونه ترسره کوي او د هغو اهدافو د لاسته راوړو لپاره چې بهرني بادار يې ورته ټاکلي، هر ډول وحشت ترسره کوی شي.
که څه هم اوسنی برید د خپل ډول لومړنی برید نه ګڼل کیږي او تر دې وړاندې په لسګونو دا ډول بریدونه ترسره شوي، خو له وژنو، اوښکو او خرابیو پرته يې بل هیڅ اغیز نه درلود او د دا ډول بریدونو ادامه به د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ مخه ډب نه کړي، بلکې زموږ ارادې به نورې هم غښتلې کړي.
د دولت په ټولوهغو وسله والو مخالفینو چې ځانانو افغانان ګڼي، غږ کوم چې له دا ډول وحشتونو او وژنو لاس واخلي او له خپل ولس او دولت سره یو ځای د ګډ دښمن پر وړاندې ودریږي.
په دې پېښه کې د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې او بېړنۍ شفا هیله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته