امنیت

په هسکې مينې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
په ننګرهار ولايت کې نن د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونمل حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چاڼيز عمليات تېره شپه د ننګرهار ولايت د ګډو امنيتي ځواکونو په ګډون د هسکې مينې په ولسوالۍ کې پيل شول چې تراوسه پورې د دغو عملياتو په بهيرکې يو وسله وال طالب ووژل شوى او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي او د طالبانو د درندو او سپکو وسلو دوه ډيپوګانې کشف او له منځه وړلې شوې دي.
دغه راز دغې ولسوالۍ د ګرګرې په کلي کې د کوکنارو يوه زيرمه وسوځول شوه.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې اووه ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا د پوځي ځواکونو د تګ راتګ په لاره کې ښخ کړي شوي و؛ کشف او شنډکړى شول.
مشرقيوال زياته کړه: پوليسو د دغو عملياتو په بهيرکې ١٠٧ تنه مشکوک کسان هم نيولي دي .
د يادونې وړ ده چې دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته