امنیت

له پنځه شپيته کلن څخه زيات عمر لرونکى بنديان د هرات له جيل څخه خوشي کيږي.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٩
ډير ژر له پنځه شپيته کلنۍ څخه د زيات عمر لرونکي  بنديان د هرات له جيل څخه خوشى کيږي.
دغه  ټکى نن  دهرات ولايت داستيناف محکمې رييس قضاتوال  سيدعبدالغفار ذبير   له ښځينه او نارينه بنديانو سره په کتنه  کې څرګند کړ.
په  دې کتنه کې د بنديانو ستونزې وڅيړل شوې  قضاوتوال ذبير  وايي دبنديانو ستونزې يې ليکلي  او په لرې  کولو کې به  يې هلې ځلې وکړي .
دباختر آژانس دخبرله مخې  :   دهرات داستيناف محکمې رييس وايي  ډير ژر به
له پنځه شپيته کلنى څخه زيات  عمر لرونکي  بنديان خوشې شي .
په دې کتنه کې بنديانو يو لړستونزې بيان کړې  او په لرې  کولو کې يې دمقاماتو دپاملرنې غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته