اقتصاد

دحامد کرزي په هوايي ډګر کې دسوداګرو ستونزې وڅيړلې شوې.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
هره باروړونکې واسطه چې دحامد کرزي دنړيوال هوايي ډګر له ګمرک څخه د سوداګرو دمالونو دليږدونې جواز ولري کولاى شي له دغه ګمرک څخه دمالونو په ليږدونې اقدام وکړي.
دغه تصميم دحامد کرزي دنړيوال هوايي ډګر له مشرتابۀ سره دماليې او ترانسپورت دوزارتونو دمعينانو په غونډه کې ونيول شو .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :يو شمير سوداګرو نن دهوايي ډګر دګمرک دودانۍ په وړاندې اعتراض وکړ او ادعا يې وکړه چې د دوى موټروته له ګمرک څخه دخپلو مالونو دليږدونې اجازه نه ورکول کيږي .
هغوى دحامد کرزي دنړيوال هوايي ډګر دګمرک کارکوونکو ته دننوتلو اجازه ورنه کړه تر هغه وخته پورې چې دماليې او دترانسپورت دوزارتونو معينانو غونډه دسرحدي پوليسو له قوماندان ،دهوايي ډګر له رييس او دهوايي دګمرک دامر ترمنځ غونډه جوړه شوه او له امله يې تصميم ونيول شو چې هره باروړونکې واسطه چې دهوايي ډګر له ګمرک څخه دمالونودليږدونې جواز ولري کولاى شي د سوداګرو دمالونو په ليږدونې اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته