امنیت

په ننګرهارکې د ځانمرګى بريد له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
په ننګرهار ولايت کې د ځانمرګى بريد له امله دوه تنه پوليسان شهيدان او يو پوځي او يو ملکي وګړى ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخواکې د غني خيلو ولسوالۍ د اووه ويشتمې ويالې په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر د سرتيرو د سپرلۍ کاروان ته څېرمه وچاوه.
د ننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې ځانمرګى بريدکې دوه تنه ملي پوليسان شهيدان او يو پوځي او يو ملکي وګړى ټپيان شول.
ده وويل: دغه پوځيان د کشفي اطلاعاتو له مخې ددغه ځانمرګى يرغلګر او د ده په چاوديدونکو توکو بار موټر په لټه کې وو چې يرغلګر ځان د دوى په وړاندې وچاوه.
په همدې حال کې د ننګرهار د يوه روغتون ډاکترانو د دغې پيښې د يوه تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته