سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

دین او سیاست؛ د امیرخان متقي وروستۍ خبرې مې خوښې شوې

تبصره

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دغه وزارت کې د دیني احکامو او مسایلو د ښې زده کړې ترلاسه کولو په مناسبت د کارکوونکو په ستاینغونډه کې ویلي، چې دیني او عصري زده کړې دواړه د اسلامي نظام اړتیا ده او باید ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په اسلامي نظام کې دین او سیاست دواړه د یو او بل مهمې برخې دي او ټینګار یې کړی، چې هېواد کې باید دواړه دیني او عصري زده کړې ترسره شي.

د دې وطن د یو ځوان او یو خبریال په توګه ویلی شم، چې د ښاغلي متقي دغه پورته ذکر شوې خبره د هغو ټولو ګونګوسو ځواب دی، چې وایي، اسلامي امارت په دیني زده کړو سمبال بشري قوې ته ډېر ارزښت ورکوي او عصري زده کړې یې له پامه غورځولې دي.

یو بل حقیقت چې نړۍ وال یې باید ومني هغه دا دی، چې د افغانستان رسمي دین اسلام دی او د دې وطن غوڅ اکثریت اوسېدونکي مسلمانان دي، نو پکار دی، چې افغانان خپلې تولې چارې هغه که سیاست دی او که اقتصاد او یا هم کوم بل څه، باید د اسلامي اصولو په رڼا کې ترتیب کړي، ځکه د الله ج او د هغه محبوب پیغمبر حضرت محمد ص د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې موږ ته په هره برخه کې لارې او طریقې راښودلي او د ژوند د اموریاتو داسې برخه به نه وي، چې اسلام پرې بحث نه وي کړی.

دا چې اسلام ته جامع او مبین دین ویل کیږي، دلیل یې همدا دی، چې د ژوند یوه برخه یې هم ګونګه نه ده پریښې او هرې برخې ته یې اصول او مقرارات ټاکلي دي، چې مومنان  کولی شي، استفاده ځینې وکړي.

په نړۍ واله کچه ډېرو مواردو کې لیدل کیږي، چې ان غیر مسلم هم د خپلو سیاسي، اقتصادي او نورو اموراتو د تنظیم لپاره له اسلامي ارشاداتو څخه ګټه اخلي او په دغې برخه کې ځانګړي څیړنیز مرکزونه لري.

نو مسلمانانو ته هم پکار دی، چې د خپل جامع او مبین دین له ارشاداتو څخه په استفادې د ژوند د اموراتو په هره برخه کې پرمخ ولاړ شي او په بېلابېلو برخو کې د غیرې مسلمو له احتیاجه ځان خلاص کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته