نړۍ

په سوريې کې دچاودنې له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دمشق نړيوالي خبري منابع باختر د لړم دمياشتې ٢١:
دسوريې په شمال  په کرد ميشته سيمه کې  دکوباني ښار په مرکز کې ديو ځانمرګې بريد له امله پرون  په لسګونو تنو ته مرګ  ژوبله واوښته .
دنړيوالو خبرځايونو دخبرله مخې  : ځانمرګي بريدکوونکي  له بمي موټر څخه په استفادې سره   دکوباني ښار په مرکز کې خونړۍ چاودنه ترسره کړه چې له امله يې
پنځلس تنه ځاى پرځاى ووژل شول او زيات شمير نور ټپيان شول.
چاودنه  دومره  زوروره  چې  شاوخوا ودانيو ته يې هم زيان رسولى دى .
سيمه ييزمسوولين  دالنصر دجبهې بنسټپاله ډله ددغه تروريستي اقدام مسوول بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته