کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
د کابل ښاروالۍ سرپرست د نجونو د بايسکل ځغلولو ملي ټيم وستايه او په کابل ښارکې يې د هغوى د ښې ودې د زمينې د برابرولو ژمنه وکړه .
د المپيک د ملي کميټي د بايسکل ځغلولو فدراسيون رييس صادق صادقي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي د هېواد د نجونو د بايسکل ځغلولو فدراسيون رييس او د ملي ټيم غړي د کابل ښاروالۍ په مقرکې وستايل او د نجونو د بايسکل ځغلولو له ټيم سره يې د کابل ښاروالۍ ملاتړ اعلام کړ .
حبيب زي وويل چې ډير ژر به بايسکل ځغلوونکو نجونو ته د تمرينونو دترسره کولو لپاره دوه جريبه ځمکه د ځانګړي لوبغالي د جوړولو لپاره د دغه فدراسيون په واک کې ورکړي.
ده زياته کړه: د هېواد د بايسکل ځغلولو له فدراسيون سره په مادي او معنوي مرسته وکړي او د بايسکل ځغلولو فرهنګ به د نجونوترمنځ بنسټيز کړي.
ده زياته کړه: په لومړي ګام کې د بايسکل ځغلولو يوه سيالۍ د کابل ښار د ښوونځيو د نجونو ترمنځ د کابل ښار د پوهنې رياست په مرسته د روژې له مبارکې مياشتې څخه وروسته ترسره کوي او د ښاروالۍ د نجونو ټيم ته په جلب او جذب کې هڅه کوي .
د يوبل خبر له مخې:
د بدني روزنې او سپورت رييس همايون خيري پرون د نجونو د بايسکل ځغلولو د فدراسيون له رييس او د ملي ټيم له غړو سره په کتنه کې ژمنه کړه چې د استراليا په نړيوالو سياليوکې بايسکل ځغلوونکو نجونو ته د ګډون لپاره زمينه برابروي .
ټاکل شوې ده دغه سيالۍ په راتلوونکو دريو مياشتوکې پيل شي .
خيري دغه راز وويل چې په همدې موخه د هېواد د بايسکل ځغلونې د ملي ټيم د اتو تنو ورزشکارانو د قرنطين زمينه په ترکيه کې برابروي .
د بدني روزنې او سپورت رييس دغه راز د هېواد هغه دوه بايسکل ځغلوونکي نجونې وستايلې چې له فرانسې څخه يې د سپينو زرو او ژيړو مدالونه راوړي و.
0 1 دقیقه لوستل