امنیت

ددين يوعالم په چاريکارو ښار کې شهيد کړى شو .

کابل باختر د لړم  نولسمه :
په پروان ولايت کې ددين يوعالم دناپيژاندو وسله والو کسانو له خواشهيد کړى شو
  دپروان ولايت دجبل السراج ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد معصوم فرزه يي دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه پيښه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې يو ديني عالم دفرزې ولسوالۍ په  مناره  کلي کې ددوو تنو ناپيژاندو کسانو له خوا دتومانچې ډزې پرې  وشوې او شهيد کړى شو .
  فرزه يي وايي چې دغه ديني عالم دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوالۍ دپچه غان دکلي اصلي اوسيدونکي و او دافغان ښځو  دخدمتونو دموسسې  له خوا په يوه روزنيز پروګرام کې دګډون بلنه ورته ورکړى شوې وه او په دې پروګرام کې دلوست ورکولو په وخت کې دناپيژاندو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې .
دجبل السراج ولسوالۍ امنيه قوماندان تاييدوي سره له دې چې يرغلګر له ساحې څخه تښتيدلي دي خو پوليسو ددغې پيښې په اړوند څلور تنه نيولي دي او څيړنې اوپوښتنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته