امنیت

په تيرو ٤٨ ساعتو کې دوه تنه افسران په فراه کې ترور شول.

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١١  :
دوه  تنه پوځي افسران په وروستيو ٤٨ ساعتو کې   په فراه ولايت کې  ترور شول.
وسله والو يرغلګرو د چهارشنبې په ورځ دپوليسو يو افسر په داسې حال کې چې  په فراه ښارکې  دخپلې قرارګاه په لور روان و ، په ډزو سره  وواژه او وتښتيدل.
په نوې پيښه کې يوې ډلې موټر سايکل سپرو يرغلګرو تيره شپه ناوخته يو افسر په فراه ښارکې په ډزو سره وواژه .
دفراه ولايت يوه امنيتي  خبرځاى له باخترآژانس سره په اړيکه کې  په وروستيو  ٤٨ ساعتو کې  ددغو دوو تنو افسرانو ترور تائيد کړ او ويې ويل ؛ چې طالبان  ددغو پيښو عاملين دي.
ده وويل ؛ ددغو پيښو دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :  شپږ تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې دنويو جګړو  په بهيرکې   ووژ ل شول.
په دغو طالبانو تيره شپه   په بالابلوک ولسوالۍ کې دپوځيانو له  خوا بريد وشو.
دفراه ولايت   يو امنيتي خبرځاى وايي  دغه طالبان په تروريستي فعاليتونو بوخت  و چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
دغه راز دوسله والو طالبانو دوسلو او مهماتو دوه ډيپوګانې تيره شپه او نن سهار په فراه ولايت کې  کشف شوي دي.
پوليس وايي  له دغو ډيپوګانو څخه  څو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته