سیاست

د مشرانو جرګې په غونډوکې په بېلا بېلو موضوعانو خبرې وشوې

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١٩مه
د مشرانو جرګې دکمېسيونونوپه غونډوکې نن په بېلا  بېلو موضوعګانو بحثونه وشول.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ:
د نثار احمد حارس په مشرۍ د شهيدانو او معلولينو، عامه هوساينې او چاپيريال ساتنې د کمېسيون په غونډه کې بلخ ولايت ته د افغانستان د غربي بندرونو څخه د بي کيفيته تيلو د راتګ په اړه د چاپيريال څخه د ساتنې د ملي ادارې د راستول شوي ليک په اړه بحث او پريکړه وشوه چی د نورم او استندرد او د چاپيريال ساتنې د ملي ادارو مسئولين، د ماليې وزارت د ګمرکونو معين او د سرحدي عمومي قوماندانۍ مسئولين د کمېسيون يوې راتلونکې غونډې ته راوبلل شي او د موضوع په اړه دي څرګندونې وکړي.
ورپسې په غونډه کي د روزنتونونو د وضعيت په اړه بحث او پريکړه وشوه چي د وري د مياشتې د ٢٣ نېټې په غونډه کې دي د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزير او اړوند مسئولين څرګندونې وکړي.همدا راز په غونډه کې د اجندا سره سم د معلولينو او معيوبينو د حقوقو او امتيازونو قانون د نه پلي کېدو په اړه د معلولينو او معيوبينو اتحاديو څخه د راغلو عريضو په اړه بحث او پريکړه وشوه تر څو د ارشاد، حج او اوقافو، کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو او ښار جوړونې چارو وزارتونو معينان د کمېسيون په راتلونکې غونډه کې دي د موضوع په اړه څرګندونې وکړي. ورپسې د معلولينو، معيوبينو او متقاعدينو د حقوقو دویش په اړه د کار او ټولنزو چارو وزارت له خوا ترتيب شوي مهال وېش و ارزول شو او کمېسيون د تقاعد خزانې د عمومي رياست دغه ګام وستايه او د دي غوښتونکې شو تر څو د تقاعد خزانې عمومي رئيس يې په پلي کېدو کې جدي اقدام وکړي او د غونډې په وروستۍ برخه کې کمېسيون ته په راغلو مکتوبونو بحث او لازمې پريکړې وشوې.
د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د کابل د آسمايي ١٠١ زون قوماندان د دي ښار د امنيتي حوزو امرينو سره يو ځاي د جنايي جرمونو، تښتونو او غلاو د زياتوالي، د تروريستي ګروپونو د شتون، د ښار په جادو کې د خپل سري ډزو، د اړيکو پر بنسټ د منسوبينو ټاکل، دولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د رکشو د زياتوالي، يو شمېر ناحيو کې د الکولي مشروباتو پلور، د جواز پرته وسلو د انتقال او د تورو شيشو موټرو د زياتوالي په اړه د کمېسيون غړو ته معلومات وړاندي کړل او څرګنده يې کړه چې د ښار د غوره امنيت په ټينګښت کې د ملي شورا د غړو او کابل ښاريانو لازمې همکارۍ ته جدي او اساسي اړتيا ده، نوموړي زياته کړه، مشخص امنيتي پلانونه تر لاس لاندي دي،خونوموړي دپولیسو په لیکوکې سرغړوني له قانون څخه بي خبري اود لازمو تعليماتو نه ترسره کول وبلل، د کابل قوماندان د زورواکو او قانون ماتوونکو کړنو په نيوکې تر څنګ وويل، په زياترو مواردو کې دا ډول کسانو د کابل پوليسو ته ستونزې جوړي کړي دي.د کمېسيون غړو د کابل امنيه قوماندان درپوټ له اورېدو وروسته،تاکیدوکړچی دکابل قومندانۍ دی دهري مياشتي رپوټ کمېسيون ته راوليږي او هم د کابل ښار د دويمې او څلورمې امنيتي حوزو د آمرينو له کړنو څخه چې د يادو حوزو اوسېدونکې ترې خوښ دي قدرداني وکړه.
د غونډې په بله برخه کې د لوګر ولايت امنيه قوماندان، د يادې قوماندانۍ د جنايي مبارزې مدير او د سيمه ييزو پوليسو پوستو څخه د يوې مسئول د سيمه ييزو پوليسو له خوا د ياد ولايت له ځوانانو څخه د يوه د شهادت په اړوند ګډون وکړ او د کمېسيون له خوا هغوي ته وويل شول تر څو د پېښې عاملين وپيژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري او هم دي د خپلو اجرااتو څخه کمېسيون خبر کړي.
  د حاجي لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د کابل ښار د ديارلسمې امنيتي حوزې آمر او د نوموړې ناحيې رئيس او د يادې سيمې د ترافيکو مسئول سره د شهيد مزاري سړک او شاوخوا سيمو کې د ترافيکي بي حده ګڼې ګوڼې په اړه بحثونه وشول. غونډه کې په ياد سړک کې د ډريورانو او موټرو بي نظمي، موټرو لپاره د تم ځاي نشتوالي،د لاس پلورونکو او کراچيو شتون او د غير معياري ودانيو رغاول د ګڼې ګوڼې عمده عوامل وګڼل شول.
يادو مسئولانو د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، شاوخوا يونيم ميليون خلک په دي سيمه کې ژوند کوي او يواځي پنځه ويشت سلنه خلکو ته د خدمت توان لري او اړتيا شته چې د دي ستونزې د حل په موخه ديارلسمه ناحيه په دوو ناحيو وويشل شي او زياته يې کړه، هغه وخت چې د يادې سيمې د الزهرا جومات کې دفاتحي مراسم وي، بي حده ګڼه ګوڼه وي چې بايد د فاتحې مراسم د اميد سبز ښارګوټي ته ولیږدول شی . کمېسيون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره پريکړه وکړه چې په يوې غونډه کې دي د پنځمې ناحيې رئيس او د حوزې آمر ګډون وکړي، تر څو ديو شمېر مواردو په اړه توضیحات وړاندی کړي.
د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د البا پروژې کارپوهانو د بودجې جوړولو، د جندر اړتياو ته د رسيدګۍ او پر جندر د دي د اغيزو په موخه د بودجې د تحليل او تجزيې او ځينې نورو مسايلو د څرنګوالي په اړه پريزنتيشن وړاندي کړ، ويې ويل چې دجندربودجه لومړی ځل په ١٣٨٠ کال کی را مینځته شوه او تر۱۳۹۵کال پوري جنوبي افريقا او فلپين هېوادونو کي رامنځته شو او د جندر مسايلو ته د ځوابګويه بودجې جوړونې له مخې د ملګرو ملتونو سازمان هم د خپلې عمومي اسامبلې په څلورم کال کې تاييد کړ او دم ګړۍ د نړۍ په څلور اتيا هېوادونو کې د تجربې په حال کې دي او افغانستان هم په ١٣٨٩ کال کې د ماليې وزارت کې د جندر بودجې جوړونې يو واحد جوړ کړ او د پوهنې، عامې روغتيا، اوبولګولو او مالدارۍ، د کليو د پراختيا او بيا رغاونې، کار، ټولنيزو چارو او شهيدانو او معلولينو وزارتونو کې يې تر ارزونې لاندي ونيو او وويل شول هغه وخت چې جندر مسايلو ته د ځوابګويه بودجې جوړونې ګټې په سمه توګه و ارزول شي د بودجې جوړونې عامه پيسو څخه ګټوره ګټه، شفافيت او رواجول نه ترسره کيږي، همدا راز د جندر مسايلو کې بودجه په ټولو دولتي ادارو کې ځاي پر ځاي کيږي خو د بودجې جوړونې شمېر او احصايه ورکونه په سمه توګه په واک کې نه لري.
  د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د کابل ښار د پنځمې ناحيې د فاضل بېګ ليسې د برحال ښوونکې او د يادې ليسې د تدريسي مديريت نوماند محب الله د شاولي د زوي حقوقي شکايت د کابل ښار د پوهنې د رئيس او د عارض کس په حضور کې تر څېړنې لاندي ونيول شو. عارض شخص ادعا لري چې د آزادي سيالۍ له لارې يې د ازموينې بهير کې ګډون کړي خو د ازموينې پايلې ورته د منلو وړ نه دي، همدا راز ټاکل شوې وه په دي برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون استازي هم حضور راوړي خو ګډون يې ونه کړ او موضوع د يوه رسمي ليک په ترڅ کې د کمېسيون عنواني واستول شوه او عارض يې ګټوونکې اعلان کړي دي. د کابل ښار د پوهنې رئيس د څرګندونو له مخې د شته کړنلارې سره سم په هغه صورت کې چې د درېو ورځو وروسته شکايت ونه شي پايلې په رسمي توګه اعلاميږي. کمېسيون د دواړو لورو د څرګندونو په پام کې نيولو سره پريکړه وکړه تر څو د کابل ښار د پوهنې رياست د يوې اونۍ په موده کې عارض شخص په يوه مشابه بسټ کې مقرر او د خپلو اجرااتو پايلو څخه کمېسيون ته خبر ورکړي. د غونډې په بله برخه کې د عدلي او قضايي، د آزادۍ سلب سيمو څخه د څارنې او بشري حقونو ادارو د چارو د څېړنې په اړوند بحثونه وشول، پريکړه وشوه تر څو د کمېسيون له خوا د شته ستونزو د څېړنو په موخه د بلخ او سمنګانو ولايتونو څخه څارنيزه ليدنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته