امنیت

په ننګرهار کې ددريو تنو ډار اچوونکو نيول کيدل .

کابل باختر د تلې لومړي:
درې تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان دهسکي مينې اوچپرهار دولسواليو په بيلابيلو سيموکې دجلا جلا پيښو په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوه تنه نيول شوي کسان دداعش دډلې غړي او يوتن بل  دوسله والو طالبانو دډلې غړى دى .
ده وويل: دغه ډار اچوونکي په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې: دداعش دډلې درې تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه داچين ولسوالۍ په لاره کې کله چې  په موټرسايکل  سپاره و دپوځيانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته