سیاست

دملګروملتو دسازمان دانکشافي ادارې له مسوولينو سره دسترې محکمې درييس کتنې .

کابل باختر دتلي  شپاړلسمه :
دسترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم  نن له غرمې وروسته دخپل کار په دفتر کې  په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دانکشافي  ادارې دسياسي  خدمتونو له رييس  ښاغلي سکات  سميت او ددغې ادارې  دقانون  دواکمنۍ  دبرخې له  رييسې  ميرمن رومانا سره وکتل .
  دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته وويل  په دې کتنه کې لومړى  دملګروملتو دسازمان مقاماتو دعدلي اوقضايي  بنسټونو دملاتړې په توګه دقانون دواکمنۍ  دبرخې دفعاليت دساحې په باره کې  خبرې وکړې او زياته يې  کړه چې دتشکيلاتي محدوديتونو له شتون  سره سره به  له اداري فساد سره  دمبارزې اصلاحاتو او ريفورم  او دمرستندويو هېوادونو دمرستو دجلبولو او دغه راز  ولايتونو ته دقاضيانو د ليږدونې  لپاره داسانتياو دبرابرولو په برخو کې  ترکومه  ځايه پورې  چې ممکن دى ، له قضايه قوې  سره همکاري وکړي .
وروسته دسترې محکمې رييس له قضايه قوې  په تيره بيا  ددغه سازمان په اړونده رپوټ کې دقضايه قوې  درښتينو  فعاليتونو او کړنو په منعکس کولو کې دملګروملتو دسازمان دانکشافي ادارې دقانون  دواکمنۍ دبرخې  دپخوانيو همکاريو له امله دمننې په  څرګندولو  سره دسترې محکمې لومړيتوبونه بيان کړل او دهغې بنسټيز شاخصونه  يې دملګروملتو  دسازمان په ګډون  دنړيوالې ټولنې دمرستو غوښتونکي  وبللې او هيله يې  څرګنده کړه چې دقانون دواکمني برخه يوناما وکولاى شي له امکاناتو څخه په ګټې  اخستنې سره  له قضايه قوې  سره ددغه سازمان او دنړيوالې ټولنې  دهمکاريو په تنظيم اووړاندې کولو کې همکاري  وکړي
دواړو لورو په دې کتنه کې دعلاقې وړ  نورو مسئلو  په باره کې هم خبرې وکړې .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته