سیاست

دپکتيا ولايت سيمه ييزې ستونزې په مشرانو جرګه کې وڅيړل شول

کابل  باختردليندي دمياشتې لومړي نيټه  :
دمشرانو جرګې له رئيس فضل الهادي مسلميار سره  په ننني غونډه کې   ، دپکتيا ولايت سناتور  عبدالحنان  حقويون ددولتي ځمکې دغصب  . دبياجوړولو دبهير د کمزورتيا ، ناامنيو اودځينو نورو مسلو په باب  ددغه ولايت  دسيمه ييزو ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې دمشرانو جرګې رييس دې  دهغو په حل کولو کې  دپکتياولايت له خلکوسره  مرسته وکړي.
په دې غونډه کې مسلميار  دخبروپه ترڅ کې  په هيواد کې دقانونيت دتطبيق  ، ښې حکومت والي او دامنيت دتامينولو داړتيا په باره کې رڼا واچول او ژمنه يې وکړه  چې  ددغه ولايت   دطرحه شويو ستونزو په باب به  له مسوولو ارګانونوسره  خبرې وکړي.
دغه راز دمشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن  دخپل کار په دفتر کې دبغلان دوالي دکړو وړو په باب ددغه ولايت دوالي  څرگندونې واوريدې.
په پيل کې  دبغلان والي دامنيتي حالت اودپرمختيايي پروژو دتطبيق په باب خبرې وکړې او ويې ويل  چې له نيکه مرغه دخلکو په همکاري  مطلوب هدفونه ترلاسه شوي دي  او دپرمختيايي پروژو دتطًبيق په لاره کې نږدې دوه نيم مليونه ډالره لګيدلي دي .
دمشرانو  جرګې لومړي نايب  دخبرو په ترڅ کې  د بنسټونو دارزښت  يادونه وکړه  او ددغه ولايت  دنوى والي  کړه وړه يې وستايل او ويې ويل چې بغلان دهيواد دصنعتي ولايتونو  څخه دى او اغيزمن مديريت ته اړتيالري  چې ددغه ولايت دصنعتي او اقتصادي پروژو په بيارغاونه اوفعالولو کې له نوښت څخه کار واخلي .
دغه رازدمشرانو جرګې  دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن دکابل ولايت دشکر درې ولسوالۍ د  کوکچين دکلي له يوشمير خلکوسره دخپل کار په دفتر کې وکتل اودهغوى ستونزې يې واوريدې.
په دې کتنه کې څوتنو دنورو په استازيتوب دزبرځواکو له خوا دخپلو ځينو ځمکو دغصب په باب خپلې ستونزې څرگندې کړې او ويې ويل  چې  پنځه جريبه ځمکه يې  دسردارمحمدداودخان له وارثانو څخه  پيرودلې ده  او شرعي سندونه  په لاس کې لري  خوپه دې وروستيو وختو کې  دقيوم نومې  له خوا دپوليسو په ملاتړ  په دغه ځاى کې کانتينرځاى پرځاى شوى دى  اوله مسوولو مراجعوسره يې هم دهغوى دستونزو په حل کولو کې پاملرنه نه ده کړې.
دمشرانو جرګې دويم نايب اوسني ستونزې په هيواد کې ددريو لسيزو بحران  زيږنده وبللې او زياته يې کړه چې په دغو ستونزو دبرياليتوب لپاره وخت او ډله ييزې مبارزې ته اړتيا ده  او هم يې ژمنه وکړه چې  دمشرانو جرګې داړوندو ارګانونوله لارې به دهغوى دستونزو دحل کولو په لاره کې اجراات وشي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته