امنیت

په سرپل ولايت کې امنيتي حالت ښه شوى دى

کابل باختر دليندى  اته ويشتمه :
د سرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نور له امنيتي ځواکونو سره د مقابلې وس له لاسه ورکړى دى  او اوس يې سړې جګړې ته مخه کړې ده.
باقي زوى زياته کړه: د طالبانو د کمزورتيا دليل د سيمه ئيزو پوليسو د تشکيلاتو زياتوالى، د طالبانو پرخلاف وګړني پاڅونونه او په دغه ولايت کې له سيمه ييز حکومت سره د امنيتي ځواکونو، ديني عالمانو، مخورو او د قومي مشرانو د همغږۍ د ښه مديريت شتون دى .
امنيه قوماندان زياته کړه چې دوى د دښمنانو له سړې جګړې سره د مقابلې او د دښمن د تبليغاتو د شنډولو لپاره هم يو لړ پلانونه ترلاس لاندې لري چې عملي به شي .
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د سرپل ولايت هم د هېواد د شمال او شمال ختيځو ولايتونو په کچه نا امن ولايت بلل کيده، خو په دغه ولايت کې د امنيتي مقاماتو د څرګندونو له مخې اوس د لوړ امنيتي ګواښ له لست څخه وتلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته