امنیت

په کندزکې د طالبانو د وسلو دوه ډيپوګانې او يوه اندازه مهمات ترلاسه شول

کندز/ باختر/ د غويي د میاشتې ۱۳مه
په کندز ولايت کې د وسله والو طالبانو د وسلو دوه ډيپوګانې او يوه اندازه مهمات د امنيتي ځواکونولاسته ورغلل .
د ځانګړوځواکونو دعملياتو قول اردو وياند عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل: په دغوعملياتو کې چې د کوماندو ځواکونو له خوا د دغه ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې ترسره شول، د وسله والو طالبانو د وسلو ډيپوګانې، ١٨ ماينونه، ٣٥ پرتلې، ٣٥ جوړې پوځي جامې، د توغندي اته ګولۍ،٢١ شارژورونه، ١٥صندوقه بي.ام ګولۍ، ٢٥ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او يوه اندازه جنګي وسايل دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي او د دغې ولسوالۍ د حسن خېلو او شالي خېلو کلي هم د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي .
نورستاني زياته کړه: په دغو عملياتو کې يو وسله وال طالب ووژل شو او د ملي اردو  يو منسوب د دښمن له منګولو څخه آزاد کړای شو او نور وسله وال طالبان  له سيمې  څخه وتښتيدل.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته