ټولنه

په زابل کې د ټاکنو بهير په ښه ډول روان دی

مهترلام  باختر د تلې ۲۸ مه
په زابل ولايت کې د ټاکنو د ملي پروسې بهير سهار اووه بجې پيل شوی، چې تر دې دمه په ښه ډول روان دی.
د باختر اژانس د سیمه يېز خبریال د خبر له  مخې؛
د زابل والي رحمت الله یارمل او ورسره امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار، دملی امنیت رئیس برید جنرال احمد ګل رسولي، د دوهمې پلې لوا قوماندان ډګروال نجم الدین سادات او د ملي راډیو تلوېزیون آمر مختار احمد امیري په انتخاباتوکې د ګډون لپاره نن سهار د قلات ښار په شېخ متي عالي لېسه کې د رایې اچونې مرکز ته لاړ او د خپلې خوښې نوماند ته یې رایه وکاروله.
د رايې ورکوونې پر مهال د زابل والي رحمت الله یارمل په خپلو خبرو کې د دغه ولایت  په ولسونو غږ وکړ چې د رايې ورکوونې مرکزونو ته ورشي، خپله رايه استعمال کړي او د خپل هېواد راتلوونکی د خپلې رايې په استعمال سره وټاکي.
د زابل ګڼ شمېر اوسېدونکي هم دا مهال د رايې ورکوونې مرکزونو ته تللي او غواړي چې خپله رايه استعمال کړي.
د ټول زابل لپاره ۱۴۷ مرکزونه پلان شوي و، چې دا مهال یې ټولو مرکزونو ته د ټاکنو وسايل رسېدلي  او فعال دي.
د یادونې وړ ده چې په زابل کې هم رایه ورکوونکي د بایومټریک سیستم له فعالیت څخه سر ټکوي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته