ټولنه

په پکتیا کې د يودېوال چپه کېدو په پېښه کې ۶ ماشومان مړه شوي دي

 ګردیز/ د زمري ۲۲ مه/ باختر
د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوې کورنۍ ۶ ماشومان مړه شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ماشومان پرون د سید کرم ولسوالۍ په کاریز سیمه کې د دېوال چپه کېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته یې لارښوونه کړې چې ډيرژر د پېښې قربانیانو ته  خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرسته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ورستیو ورښتونو او سېلاوونو له امله د دغه ولایت په مرکز، وزې ځدران او میرزکې ولسواليو کې ۱۴ کورونه زیانمن شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته