امنیت

په فارياب کې د دوو چاودنو مخه ونيول شوه

ميمنه باختردلړم دمياشتې٢٥نيټه : په فارياب ولايت کې پرون د دوو چاودنو مخه ونيول شوه. د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ او د ملي امنيت د رياست ټيمونو او په فارياب ولايت کې مېشت ٢٠٩ شاهين قول اردو ځواکونو، دوه ماينونه چې يو يې د ميمنې ښار د پوليسو د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو او بل يې د دغه ولايت د المار ولسوالۍ د جويمت څلورلارې کې د اکمالاتي کتارونو په تګلوري کې د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوي و، کشف او شنډ کړل. پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته