سیاست

جمهور رئیس غني له جمهور رئیس بارک اوباما سره وکتل

کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی پولنډ ته د خپل سفر په دویمه ورځ پرون د وارسا ناستې په څنډه کې د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس بارک اوباما سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل، د امریکا د سیاسي او نظامي مسوولینو د ارزونو او د افغانستان خلکو او دولت ته د تعهد په اساس یې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې د تمدید تصمیم نیولی دی.
جمهور رئیس اوباما د افغانستان د خلکو لپاره د ملي یووالي حکومت د واضح تعهد او لیدلوري لرلو ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه، د افغان حکومت تعهد او څرګند لیدلوري د افغانستان حکومت او خلکو ملاتړ ته هڅولی دی.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د ملي یووالي د حکومت لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او ويې ویل، موږ او نړۍ له افغانستان سره یوو اود نړیوالو همکارانو په توګه به د دوی تر څنګ و اوسو.
جمهور رئیس غني له افغانستان څخه د امریکا د دولت او خلکو د ملاتړ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په هکله د جمهور رئیس اوباما د وروستي تصمیم مننه وکړه.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا،  امنیتي مسایلو او همدارنګه په افغانستان کې د سولې د تامین په هکله بحث او خبرې وکړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته