امنیت

په بلخ کې بايد د امنيتي ځواکونو د کمښت ستونزه حل شي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٠
دبلخ ولايت امنيه قومانداني په امنيتي برخه کې دپرسونل له کمښت سره مخامخه ده.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله وال طالبان ددغه ولايت په بېلابېلو سيموکې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په لټه کې دي او د کورنيو چارو وزارت دې بايد دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
دبلخ ولايت امنيتي مقامات وايي چې د دغې قوماندانۍ امنيتي پرسونل، د پوليسو د ځانګړې قطعې او د عامه نظم ځواکونه په بدخشان ، کندز او په نورو ګاونډيو ولايتونوکې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
امنيه قوماندان زياته کړه: سره له دې هم امنيتي ځواکونه شپه او ورځ د ښه امنيت د تامينولو په لاره کې هلې ځلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته