ټولنه

د ( مديرت پايدار ايکو سيستم ) ملي کنفرانس جوړ شو .

کابل باختر د وري پنځمه :
دژوندانه دچاپيريال ساتنې ادارې دطبيعي پيښو دخطرونو دکمښت اوداقليم له بدلون سره دسمون په لاره کې  دمديريت پايدار  ايکو سيستم ملي کنفرانس جوړ شو .
په دې کنفرانس کې دژوندانه دچاپيريال ساتنې دادارې او له پيښو سره دمبارزې په چارو کې  ددولت وزارت له لوري دملګروملتودسازمان دژوندانه دچاپيريال ساتنې دادارې  په مالي هکارى سره جوړ شو.
دژوندانه  دچاپيريال ساتنې دادارې مسلکي معين عزت الله صديقي دوروستيو طبيعي پيښواوله اقليمي بدلونونو  سره دهغو داړيکو په اړوند اوږدې خبرې وکړې او ويې ويل چې افغانستان په نړۍ کې داقليمي بدلونونو له پلوه يو له زيانمنو شويو هېوادونو څخه دى.
ده دلويديځې  نړۍ دصنعت پرمختک او دسترو هېوادونو دګلخانه يي  ګازونو  توليد په اقليمي بدلونونو او دطبيعي پيښو په رامنځته کيدو کې ستر عامل وباله او ويې ويل:  سره له دې چې نه شو کولاى دطبيعي پيښو درامنځته کيدو  مخه ونيسو خو کولاى شو له معاصرو علومو او فنونو څخه په ګټې اخستنې او دتجربو  په شريک کولو  سره له طبيعي پيښو څخه رامنځته شوي خطرونه کم کړو
صديقي ددې کنفرانس دجوړولو موخه ددغو دوو بنسټونو  د کارکوونکو دظرفيت لوړول وبلل او ويې ويل دکنفرانس په بهيرکې  به دننګونو اودچارو دماهرانو دعلمي تجربو په شريک کولو سره په دې پوه شو چې دايکو سيستم دخدمتونو پربنسټ  څه ډول خطرونه کم کړو .
په دې دوه ورځني کنفرانس کې  دژوندانه دچاپيريال ساتنې دادارو څلورديرشو ولايتونو او دپيښو چارو ته درسيدګي وزارت رييسانو او دهغو وزارتونو اوبنسټونو  استازو چې له پيښو سره دمبارزې دکميسيون غړيتوب لري  اويوشمير ماهرانو او ددولتي اوبين المللي  پوهنتونونو استادانو ګډون کړى دى .  ختم_عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته